د کابل پوهنتون ماسټري برنامې کې د ګډون کوونکو اړموینه واخیستل شوه
په کابل پوهنتون کې د ماسټري برنامه کې ګډون ازموینه د روان کال د لړم میاشتې په ۹ نېټه د کابل پوهنتون د علمي مرستیال، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، د ازموینو ملي اداري رییس، د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینو کمېټې یو شمېر غړو، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او ازموینه اخیستونکو او د دې ازموینو داوطلبانو په ګډون په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.
د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند شفیع شریفي او د ازموینو ملي اداري رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د دې ازموینو پرانیست غونډه کې، چې د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون په تالار کې اخیستل کېده، د دې برنامې حاضرو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې په دې بهیر کې په روڼتیا، عدالت او ښایسته سالاري خبرې وکړې او له روڼتیا څخه یې ډاډ ورکړ. ښاغلي خموش وویل: ټولو هغو کسانو، چې د دې ازموینو د پوښتنو په جوړولو او برابرولو کې رول درلود او په مسلسل ډول شپه او ورځ یې د دې پښتنو په برابرولو بوخت وو قرنطین وو او له هېڅ بهرني کس سره په اړیکه کې نه وو، پدې توګه یې د ازموینې بهیر له روڼتیا څخه جدي ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د سرغړونې او بې عدالتي ... اړوند هر ډول شکایتونو په شتون کې د ازموینو ملي اداره ځواب ویونکي وي او په پای کې یې د دوی لپاره د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
د ازموینو پدې دوره کې تقریبآ ۶۸۳۴ داوطلبانو ګډون وکړ، چې له دې ډلې څخه ۱۳۶۵ تنه ښځینه وو د کابل پوهنتون ماسټري برنامو ته د لارموینې په موخه ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه به ۷۵۰ غوره ګډون کوونکي د ۱۳۹۹ کال د کابل پوهنتون ۲۳ ماسټري برنامو ته ومنل شي.
دا ازموینې د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل او د غرمې په ۱۲ بجو پایته ورسېدې.