د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه پیل شوه
د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه (HEMIS) د ریاست مقام د لارښوونې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پربنسټ د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د کابل پوهنتون د فارمیسي، وترنري علومو او شرعیاتو پوهنځیو محصلینو په نوملیکنه پیل شوه.
د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د دې بهیر په پیل کې د نوملیکنې پر ځای کې د یادو پوهنځیو نوې شامېلېدونکو محصلینو په حضور کې خبرې وکړې او د دې محصلینو راتګ ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کابل پوهنتون په مقام او پدې پوهنتون کې د درسونو په بهیر او کچې خبرې وکړې. پوهندوی فیصل امین د نوملیکنې پر مهال د میکانیزم او ډیسپلین، ټولنیز واټن، د بې نظمۍ مخنیوی او ... په پام کې نیولو باندې تاکید وکړ او پدې توګه د پوهنتون د مني سمسټر او لومړي سمسټر درسونه د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه په جدي توګه پیلیږي او د پوهنځیو د لارښوونې پربنسټ به په راتلونکو ورځو جریان ومومي او له محصلینو څخه یې وغوښتل تر څو په منظم ډول په ټولګیو کې حاضر شي.
د کابل پوهنتون د مني سمسټر او لومړي سمسټر درسونه د نویو محصلینو د نوملیکنې سره په هممهاله توګه د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه پیل او په جدي توګه به دوام ومومي او پدې توګه له ښاغلو محصلینو څخه غوښتنه کیږي تر څو په منظم ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.