د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه
په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.
نوموړي اسلامي شریعت، واحد امیر، اطاعت، استقلال اخيستل او ساتل د ا.ا.ا د پاليسۍ له اساساتو څخه وګڼل، او زياته یې کړه، چې ا.ا.ا متوازن سياست غوره کړی، داسې سياست چې نه بل هېواد ته تاوان رسوي او نه د افغانستان ملي ګټو ته زيان اړوي. د نوموړي په وينا، د امارت تګلاره اقتصاد محوره ده او موخه دا ده چې افغانستان له څو لسيزو جګړو وروسته يو ځل بيا په سيمهييز اتصال کې خپل مهم رول اداء او پر خپلو پښو ودرېږي.
د لاسته راوړنو په برخه کې نوموړي د پام وړ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، د هېواد کرنسي ثبات موندلی، د مخدره موادو کښت او قاچاق په بېساري ډول راکم شوی، صادرات زيات شوي او ملي اقتصاد پياوړی شوی دی. هغه وويل چې اوس په هېواد کې مثالي امنيت ټينګ شوی، پر داخلي عوايدو اتکا راغلې، د فساد په مخنيوی کې اغېزناک ګامونه اخيستل شوي دي، اړمنې کونډې او سوالګر تر کفالت لاندې نيول شوي، ميليونونه مهاجر بېرته خپل هېواد ته راستانه او ځای پر ځای شوي دي، د ولس ترمنځ خپلمنځي اتحاد او همکاري د پخوا په پرتله نوره هم پياوړې شوې ده.
نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې هېواد د ثبات، امن او يووالي پر لور په ډاډمنه توګه روان دی او دا مهال په افغانستان کې داسې هېڅ ډول وضعیت نشته چې يا دې بهرنۍ مداخلې ته لاره هواره کړي يا دې د کورني مخالفت سبب وګرځي.
نوموړي محصلينو ته په وينا کې وويل چې خپلو څانګو کې متخصصین جوړ شي، په الله توکل او پرځان باور وکړي، اراده تاسو وکړئ اداره به مونږ کوو.
