د "درې دقیقو څېړنيز كنفرانس سیالي" ترسره شوه
د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو ترمنځ "د درې دقيقو څېړنیز کنفرانس" د وړاندې کولو سیالي ترسره شوه.
د دې سيالۍ په وروستي پړاو کې شلو تنو محصلينو د يو ساعت په ترڅ کې د زراعت اړوند په شلو بيلابيلو موضوعګانو بحث وکړ او د ارزوونکي هيئت لخوا يې ارزونه وشوه.
د دې سيالۍ موخه دا وه چې د لیسانس دورې په محصلينو کې دا وړتيا او مهارت پياوړی شي چې پر ټاکلو موضوعګانو څېړنې ترسره او په ټاکلي وخت کې يې په اړه کنفرانس وړاندې کړي.
د سيالۍ په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، مرستیالانو، د زراعت او نورو پوهنځیو استادانو او محصلینو ګډون درلود. ويناوالو په سيالۍ کې برخه اخيستونکي محصلين مزيد وهڅول او د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي ستاينه يې وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې يې په لومړی ځل "د درېو دقيقو څېړنيز کنفرانس" سيالۍ ترسره کولو ابتکار وکړ.
د غونډې په پای کې د سيالۍ ټولو ګډونوالو محصلینو او بالخصوص د لوړو نومرو ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.
