د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا

د کابل پوهنتون ټولو، په ځانګړي ډول جدیدالشمول، محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د روان لمريز کال د زمري په ۱۱مه نېټه، چې د شنبې له ورځې سره برابره ده، د خزاني سمستر درسونه رسماً پیلېږي. له ټولو قدرمنو محصلینو هیله کېږي چې په ټاکلې نېټه درسونو ته حاضر شي. همدارنګه، د جدیدالشمول محصلینو د نوملیکنې بهیر به د درسونو له پیل سره هممهاله ترسره شي.