د "څېړنې میتود" تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "د څېړنې میتود" تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې پوهنتون نویو ګمارل شویو استادانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه پیل شو. په دې ورکشاپ کې د څېړنې د پیل، طرحې جوړونې، معلوماتو د راټولولو او تحليل، د څېړنیزو پایلو د تحليل، د معلوماتو د توثیق او نور اړينو موضوعاتو بحث کېږي.
دا درې ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د مسلکي ټرینرانو له لوري وړاندې کېږي.