د کابل ولایت علماوو شوری هیئت له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د کابل ولایت د علماوو شوری هیئت، چې مشري یې د یادې شوری مرستیال شیخ ظاهرخان خادم کوله، د کابل پوهنتون له علمي، اداري او درسي بهیر او پرمختګونو څخه لیدنه وکړه. همدارنګه یې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او د پوهنځیو له رئیسانو سره تفصیلي ناسته درلوده، په دې ناسته کې د کابل پوهنتون له لوري د علمي او اداري لاسته راوړنو او د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک شول.
د علماوو د شوری هیئت د کابل پوهنتون په پرمختګونو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه، د استادانو نظرونه او مشورې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د دوی مشورې به له ذیربطو جهاتو سره شریکوي.