نویو محصلینو ته د ښه راغلاست مراسمو لړۍ پیل شوه
د کابل پوهنتون نویو محصلینو ته ښه راغلاست مراسمو لړۍ د دغه پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت لخوا پیل شوه.
په دې لړۍ کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي، د پوهنتون د مسوولینو لخوا محصلینو ته د پوهنتون د چاپېریال، کتابتونونو، نظم او ډېسېپلین، لیلیې، مقرراتو او اصولو په اړه اړین معلومات وړاندې کېږي.
د یادونې ده چې سږ کال کابل پوهنتون ته ( ۵۰۰۰) محصلین د کانکور آزموینې له لارې بریالي او جذب شول.