په کابل پوهنتون کې د فرهنګي او هنري زدکړو کورسونو پای غونډه ترسره شوه

د روان کال لیندۍ میاشتې په ۲۷نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي ژبې څانګه کې له یونس امره انسټیټوت څخه ۵۴تنه فارغ محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه، نوموړو محصلینو د خطاطۍ، هنر او عثماني تهذیب په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز، په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال، د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، د یونس امره انسټیټوت رئیس، د تیکا موسسې مسؤلینو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
د کابل پوهنتون رئیس په اسلام کې د هنر ارزښت په اړه خبرې وکړې، د افغانستان او ترکیې هېواد ترمنځ دیني او فرهنګي مشترکو ټکو ته یې اشاره وکړه او د کابل پوهنتون سره د ترکېې هېواد علمي او فرهنګي دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.
د ترکیې سفیر د کابل پوهنتون ترمنځ د همکاریو او ترکیې تحصیلي بنسټونو په اړه خبرې وکړې، هغه یې مهم یاد کړل، او ژمنه یې وکړه؛ چې په دې برخه کې به د کابل پوهنتون ملاتړ کوي.
نوموړې برنامه د یونس امره انسټیټوت محصلینو لخوا د خطاطي، هنر او عثماني تهذیب آثارو له نندارتون څخه له لیدنې وروسته پای ته ورسېده.