د جنازې خبرتيا!

انا لله و اناالله راجعون
د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد پوهنوال دوکتور محمد قسيم چمتو په وفات پښتو څانګه او کابل پوهنتون د وير په ټغر ناست دى. خداى دې ورته جنتونه ورکړي، ډېرې ستونزې يې وګاللې خو په پوره ژمنتيا سره يې خپل درسي او علمي مکلفيتونه ترسره کړل.
پښتو څانګه د ټولو هغو ښاغليو مننه کوي چې د ماتم په دې شېبه کې له موږ سره ځان شمېرلى بولي.
د جنازې لمونځ يې نن پنجشنبه سهار لس بجې په عيدگاه جومات کې کېږي.
د کابل پوهنتون استادان او منسوبين نهه بجې د پوهنتون له ټرانسپورټ نه په تيارو کړيو موټرو کې تلاى شي.