د فزیک پوهنځي جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه
د روان کال لیندۍ میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د فزیک پوهنځي جدید الشمول محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې ددې پوهنځي غوره محصلین هم تقدیر شول. یاه غونډه له معمول سره سم لومړی د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.
وروسته پوهنیار محمد اجمل خیشکي محصلینو ته کرېډېټ سیستم ور وپېژانده. د یاد سیستم له پیژندې وروسته د نظم او دسپلین کمېټې مسؤل پوهنیار ګل ولي افغان محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دنظم او دسپلین اړوند ځینې موضوعاتو خبرې وکړې.
همدارنګه د فزیک پوهنځي رئیس پوهنیار نور محمد عزیزي د علم، پوهې، دین، هېواد پالنې د ارزښت په اړه جدید الشمول محصلینو ته خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلی پوهنوال استاد رجب علي خاوري او له لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پورې ۱۲تنه غوره محصلین تقدیر شول؛ نوموړې غونډه په دعایه پای ته ورسېده.