د کابل پوهنتون د شپني کانکور ازموينې خبرتیا!
ټاکل شوې چې سبا جمعه د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲ مه نېټه د سهار په ۷ بجو د کابل پوهنتون د شپني کانکور ازموینه د ازموینو ملي اداري لخواء څخه واخیستل شي. له ټولو نوماندانو څخه غوښتنه کیږي چې په ټاکلي وخت حاضر او د ازموینې صحنې ته د الکترونیکي وسایلو ( ګرځنده تلیفون، هیډفون، ماشین حساب...) له راوړلو څخه ډډه وکړي.