د کابل پوهنتون مني سمستر وروستۍ آزموینې پیل شوې
په کابل پوهنتون کې د مني سمیستر ورستۍ آزموینې د روان کال لړم میاشتې له ۶ نېټې پیل شوې او په پام کې ده، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د معیاري او منطقي پوښتنو جوړول، د محصلینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرول، مناسب چاپیریال، نظم او دسپلین هغه موارد دي؛ چې په دې آزموینو کې په نظر کې نیول شوي دي. دآزموینو د څار کمېټه هره ورځ د آزموینو له بهیر څخه لیدنه کوي.
له دې سربېره د روان کال لړم میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او ورسره مرستیالانو د آزموینو له بهیر څخه لیدنه اوارزونه وکړه.