د بڼوال ورځې لبنیاتو پروسس فابریکې څخه د وترنري پوهنځي محصلینو لیدنه

د وترنري پوهنځي څلورم ټولګي محصلینو د ښاغلي استاد پوهنیار محمدآصف نوري په لارښوونه او ملتیا د بڼوال ورځې لبنیاتو پروسس فابریکې څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د لاندې موخو لپاره ترسره شوه:
۱ــ د (Milk Analyzer) اتومات دستګاه سره د محصلینو بلدتیا؛ چې ددې ماشین پوسیله په شیدو کې د پروټینو، شحم، جامد موادو، مخصوص وزن او د اوبو اندازه ټاکل کیږي.
۲ــ د ورسته پروسې استولو لپاره د میکروبي شیدو د کیفیت ټاکلو په موخه د (boiling test) آزموینې تشریح کول.
۳ــ په غذایي موادو کې د بسته بندۍ تکنالوژۍ اهمیت تشریح کول او د مستو (Packaging) بسته بندۍ اوتومات ماشین سره دمحصلینو بلدیتا.
۴ــ د (Milk Homogenizer machine) هوموجنایزر ماشین سره د محصلینو بلدتیا.
۵ــ د شیدو پاستیورایزیشن پروسې او دهغه اهمیت په اړه وضاحت ورکول.