د کابل پوهنتون د 1402هـ ش کال جدیدالشمول محصلینو د نوم ثبتولو خبرتیا:

ټولو هغو محصلینو ته چې د 1402 هـ.ش کال کانکور آزموینې له لارې د کابل پوهنتون بېلابیلو پوهنځيو ته بریالي شوي دي؛ خبر ورکول کیږي، چې د روان کال تلې/مېزان میاشتې 22 نېټې د شنبې له ورځې وروسته د نوم ثبتولو په موخه د ټاکل شوي مهالویش سره سم د اصلي پېژند پاڼې او (4) قطې انځورونو سره یو ځای د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون آمریت ته تشریف راوړئ.
یادونه:
1: د محصلینو نوم ثبتونه هره ورځ د سهار له ۸:۳۰ څخه د مازدیګر تر 3:30 بجو پورې ترسره کیږي.
2: هغه محصلین چې له نوم ثبتونې څخه پاتې کیږي د لړم میاشتې په 6ـ 8 نېټه دې د نوم ثبتونې په موخه د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته مراجعه وکړي له دې پرته هیڅ ډول نوم ثبتونه نه ترسره کیږي.
3: محصلین بر د نوم ثبتونې په وخت کې خپل (ID) نمبر له ځان سره لري پرته له دې د کارکوونکي د کاري وخت مزاحم نشي.