خبرتیا!
د کابل پوهنتون کافه تریا د پوهنتون په داخل کې تازه فعالیت پیل کړی دی، په دې کافه تریا کې د خوراک او څښاک توکو ترڅنګ د وچې ډوډۍ خبازي او همدارنګه د استادانو او محصلینو درسي موادو کاپۍ په موخه د کاپۍ ماشینونه هم موجود دي.
ددې کافه تریا په پخلنځي کې روغیتایي معیارونه په نظر کې نیول شوي دي؛ او د بهر په نسبت په قیمت کې یې تخفیف هم موجود دی، د کابل پوهنتون محصلین او کارکوونکي کولای شي له دې خدمتونو څخه ګټه واخلي.