د کابل پوهنتون علمی شوری ترسره شوه
نوموړې غونډه د روان کال وږي میاشتې په ۲۸ نېټه دسه شنبې په ورځ د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه؛ و ورسته د کابل پوهنتون ښاغلي دکتور اسامه عزیز د مهمو مسایلو په اړه لکه: د کرنې په برخه کې دافغانستان پر ځان بساینې لپاره د نړیوال زرغون انقلاب کنفرانس لپاره چمتووالی، په کابل پوهنتون کې د زرغونتیا او بیا جوړولو چارو پرمختګ، په طبعي علومو کې د ماسترۍ پروګرام رامنځ ته کېدلو په برخه کې د نظام د رهبرۍ لېوالتیا او د اسلامي ثقافت مضمون په ساعت کې د نوموتو علماوو لخوا د دیني درسونو پیلولو په اړه خبرې وکړې؛ چې د غونډې د غړو د پام وړ و ګرځیدې.
په دې غونډه کې د ۳ د ماسترۍ، د شرعیاتو او وترنري علومو پوهنځیو کې د دکتورا برنامو، داستادانو علمي ترفیعاتو ۸ موضوعاتو او د نویو ګمارل شویو استادانو ۱۵ موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې؛ چې د ګډونوالو پام یې را واړاوه.