د محصلینو لپاره د کمپیوټر اکسېل پروګرام، څیړنې لار، او د دندې مهارتونو روزنیزې برنامې پیل

د کابل پوهنتون له ۱۵۰څخه زیاتو بیلابېلو محصلینو لپاره د دندې مهارتونو، د څیړنې لار، او کمپیوټر اکسېل زده کړې روزنیز پروګرام پیل شو. یاد پروګرام د محصلانو انسجام آمریت لخوا پیل شوی دی.
نوموړی پروګرام به له ( ۳۰ څخه تر ۴۵) ورځو پورې جریان لري، د پوهنتون محصلینو خدمات انسجام آمریت یاد پروګرام پیلول د محصلینو د ظرفیت لوړنې او هڅونې لپاره اغیزمن یاد کړ.
دیاد آمریت مسؤلین همدارنګه وایي؛ چې محصلینو په یادو برنامو کې ثبت نام کړی دی؛ که چیرې ورځنۍ حاضرۍ ته پام و نکړي؛ له لېست څخه حذف او نور به په یاده برنامه کې د ګډون حق ورنکړي.