د محصلینو لخوا جوړ شوی الکترونیکي کتابتون څخه د ګټې اخیستنې طریقې په اړه معلومات ورکړل شول

تازه د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو د کابل پوهنتون لپآره یوه الکترونیکي کتابتون جوړ کړی دی، یاد کتابتون اوس مهال د کابل پوهنتون په سطحه فعالیت کوي او په نیژدې راتلونکي کې به د هېواد ټولو پوهنتونو کې او حتی په نړیواله سطحه فعالیت وکړي.
د روان کال وږي میاشتې په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د پوهنتون مرستیالانو په شتون کې د پوهنځیو کتابتونونو او مرکزي کتابتون مدیرانو ته د یاد کتابتون د جوړوونکو لخوا د جوړ کړي الکترونیکي کتابتون په اړه معلومات ورکړل.
سلیمان قاسمی، رفیع شیرزی او یحیی سروری هغه محصلین؛ دي چې یاد کتابتون یې جوړ کړی دی، وایي چې امنیتي سیستم یې قوي دی او زیاته وړتیا هم لري چې د محصلینو لپاره یې زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته کړې دي او هم یاد اقدام د کتابتون دیجتل کولو لپاره غوره ګام دی.
ددوی په وینا یاد کتابتون په آنلاین او هم په افلاین توګه هم فعالیت کوي او په هغه کې د کتابونو او مونو ګرافونو سافت او (PDF) شکل ځای پرځای کیږي.
د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي، د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت د تکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ په اړه د یادو محصلینو نوموړی نوښت وستایه او د کتابتونو له مدیرانو و غوښتل؛ چې د ددې ډیټابس په ګټه اخستنه کې جدی پاملرنه وکړي.
د پوهنتون مرکزي کتابتون آمر حبیب الله د محصلینو یاد اقدام د کتابتونو په دیجیتل کولو کې اغېزمن یاد کړ او دهغه د قوي کېدو غوښتنه یې وکړه.