د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي محصلینو د فراغت نمانځنه وشوه
د روان کال زمري میاشتې په ۸مه نېته د یکشنبې په ورځ او د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي اسلامي تعلیماتو څانګې شپې وخت ۵۰ تنو محصلینو له فراغت څخه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین، کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلینو او فارغو محصلینو کورنیو په شتون کې د غونډې په ترڅ کې نمانځنه وشوه.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز محصلینو ته د هغوی د فراغت په ویاړ مبارکي ورکړه او غوښتنه یې وکړه، چې زده کړو ته دوام ورکوي، لوړې موخې و ټاکي او په ژوند کې به د موخو ترلاسه کولو لپاره پوره هڅې کوي.
همدارنګه د لوړو زده کړو محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي طاهر احمدي پخپلو خبرو کې محصلین په ټولنه کې عقیدې، اخلاقو او د نظریاتو اصلاح ته وهڅول.
د کابل پوهنتون محصلانو چارو معاون ښاغلی صلاح الدین ایوبي، د شرعیاتو پوهنخي رئیس ښاغلی شیخ عبدالمعید ابوالجراد، د شرعیاتوپوهنځي استاد ښاغلی دکتور عبدالباري حمیدي هم په یاده غونډه کې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه.