په کابل پوهنتون کې د طرحې ورکشاپ او علمي کنفرانس ترسره شو

نوموړی ورکشاف د کابل پوهنتون څیړنو معاونیت لخوا د لوړو زده کړو وزارت څیړنو، تألیف او ژباړې ریاست په مرسته ترسره شو. په دې ورکشاف کې د ټولو پوهنتونو رئیسانو او همدارنګه د څیړنیزو برخو مسؤلینو هم برخه اخیستې وه.
نوموړی پرګرام د لوړو زده کړو علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه او همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په شتون کې پیل شو.
په نوموړي ورکشاف کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري رئیس ښاغلي عبدالباري خپلواک په پوهنتونو کې د څیړنیزو پروژو د چمتو کولو په امکاناتو او مالي برخې په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې وزارت له پوهنتونو سره د څیړنیزو چارو په تمویل او سمبالولو کې بشپړه همکاري لري. نوموړي له پوهنتونو څخه وغوښتل؛ چې خپلې څیړنیز پروپوزلونه له وزارت سره شریک کړي. د نوموړي په وینا کابل پوهنتون یوازنی پوهنتون دی، چې د تېر کال ټوله بودجه په بشپړه توګه مصرف کړه او نوموړی پوهنتون به دنورو پوهنتونو لپاره یوه غوره نمونه وي.
په نوموړ ي ورکشاف کې د کابل پوهنتون د څیړنو او نوښت معاون ښاغلي پوهنمل دکتور محمدولي سالاري د پرزنتشن په وړاندې کولو سره د نوموړي علمي کنفرانس د ترسره کېدو په مرحلو، جزیاتو، اړتیاوو، امکاناتو او مهمو فکتورونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل؛ چې په کنفرانسونو، سیمنارونواو ورکشاپونو په ترسره کېدو کې مهم ټکي په پام کې ونیسي.
ښاغلي استاد سالاري د پرزنتشن په اړه د ګډونوالو له نظریاتو اورېدو وروسته د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ژباړې ریاست رئیس ښاغلي حمیدالله مزمل د څیړنیزو چارو په قواعدو او طرزالعمل کې د راغلو بدلونونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یادو بدلونونو د استادانو لپاره زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته کړې دي.