د ازموینو کمېټه
د ازموینو کمېټه د علمي مرستیال تر مشرۍ او لارښوونې لاندې فعالیت کوي او د ازموینو د څارنې او تنظیم په برخه کې مهمه کمېټه ګڼل کېږي. دا کمېټه په کال کې څلور غونډې کوي، غړي یې د پوهنځيو د علمي شورا له لوري معرفي کېږي، چې په دې لړ کې د سمسټر شل سلنې او فاینل ازموینو له بهیر په پسرلي او مني کې څارنه کوي.