د کابل پوهنتون د استادانو لپاره د مسلکي ودې ځانګړی پروګرام پرانیستل شو

دغه ښوونیز پروګرام چې د بهرنیو )المان، کاناډا او امریکا د معتبرو پوهنتونونو) استادانو لخوا د کابل پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو او استادانو لپاره په لار اچول شوی د روان کال د زمري میاشتې په ۱۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت د رئیسانو او بهرنیو مېلمنو په حضور کې پرانیستل شو.
په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وینا وکړه او ویې ویل چې یاد پروګرام د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو او استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې خورا اړین دی او هیله یې څرګنده کړه چې هغوی له دغه پروګرام څخه د خپلو کاري چارو د ښه مدیریت په برخه کې ګټه پورته کړي.
وروسته د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت د دغه پروګرام په اړه خبرې وکړې او د علمي موضوعاتو د کیفیت په لوړولو کې یې ذکر شوی پروګرام اغېزمن وباله.
ورپسې د PTS د اکاډمیک ټیم رئیس محترم ډیویډ الان لینډسي د کابل پوهنتون د مسوولینو او استادانو په مینځ کې له خپل شتون څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دوی ټیم د همکارۍ لپاره کابل پوهنتون ته راغلی او هڅه به وکړي چې نوي او مهم علمي مسایل پدغه علمي برنامه کې استادانو ته وړاندې کړي.
همدارنګه پدغه پروګرام کې د افغانستان امریکايي پوهنتون پخواني او د کابل پوهنتون اوسني استاد تیموتي ویکس (جبرئیل عمر) هم خبرې وکړې.
دغه زده کړه ییزه برنامه به په دریو مختلفو وختونو او پنځلسو ورځو کې بشپړه شي چې د پوهنځیو رئیسانو ته به د رهبرۍ او ستراتیژیک پلان جوړولو په برخه، د دیپارتمنتونو آمرینو ته به د کورسونو د ډیزاین او نصاب په برخه او استادانو ته به د کورس پالېسیو او تدریس د مېتودونو په برخه کې د بهرنیو استادانو لخوا څخه زده کړې ورکړل شي.