د وترنرۍ نړیوالې ورځې او د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د (۵۰) مې کلیزې په تړاو غونډه تر سره شوه
د روان کال غویي میاشتې په ۱۸ مه نېټه دوشنبې ورځ د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د کابل پوهنتون رهبري، د کرنې او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکتور استازو، استادانو او محصلینو په ګډون د وترنرۍ له نړیوالې ورځې او د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د بنسټ د (۵۰) مې کلیزې نمانځغونډه وشوه.
د وترنري علومو پوهنځي رئیس، ښاغلي داکتر شیرعلي جوهر صافي، له میلمنو څخه په غونډه کې دګډون له امله مننه وکړه او ددې پروګرام موخه یې د وترنري علومو ارزښت او درناوی وباله.
د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمدشفیع شریفي د وترنري علومو پوهنځي د (۵۰) کلنۍ نمانځنه یو فرصت یاد کړ، تر څو ددې پوهنځي مسؤلین پخوانیو کارونو ته کتنه وکړي او د راتلونکي ځان بساینې لپاره طرحه جوړه کړي.
په دې غونډه کې د وترنري پوهنځي استادانو هر یو پوهنوال اسدالله صمدي د ( د ټولنې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د وترنري خدمتونو رول)، پوهنوال داکتر اسدالله حامد ( په افغانستان او نړۍ کې د وترنري طب د پرمختګ او رامنځ ته کېدو لنډه تاریخچه) او پوهندوی داکتر محمدظاهرسخا د ( ټولنې ته د با کیفیته صحي غذایي توکو برابرولو او وړاندې کولو کې د وترنرۍ طب رول) په اړه علمي مقالې ته وړاندې کړې.
په پای کې ښاغلي پوهنوال فرید احمد طنین د غوڼدې د راټولولو تر څنګ د پوهنځي غوښتنې او وړاندیزونه د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل.