فرانسوي ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

فرانسوي ډيپارټمنټ د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي له اتو ډيپارټمنټونوڅخه یو ډيپارټمنټ دی چې خپل اکادمیک او علمي کړنې تر سره کوي. د لوړو زده‌کړو وزارت د دې ډيپارټمنټ فارغانو د درسي پروګرام له بریالیتوب وروسته د فرانسوي ژبې او ادبیاتو دیپلوم ورکوي.

د فرانسوي ژبې او ادبیاتو په ډيپارټمنټ کې د زده‌کړې مېتود د فرانسې د تحصیلي سیستم سره یو شان دی چې اساسي موخه یې د فرانسوي ژبې د ښوونکيو روزنه ده.

په ۱۳۴۶ لمریز کال کې چې د ۱۹۶۵ زیږدیز کال سره سمون لري، فرانسوي ډيپارټمنټ د بشري علومو، ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. دنوموړي ډيپارټمنټ د لومړۍ دورې څلور تنه فارغان په ۱۳۴۶ کال کې چې د ۱۹۶۷ زیږدیز کال سره سمون لري فارغ شول.

له پیله تر ۱۳۷۱ کال پورې د فرانسوي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د پرمختګ په حال کې و او په دې موده کې یې وکړای شول چې د یوه ښه علمي او اکادمیک مرکز په توګه فعالیت تر سره کړي.

په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د دې ډيپارټمنټ نوی تعمیر، چې په هغه کې درسي ټولګي، د کمپیوټر خونه، په سمعي او بصري درسي سایلو مجهز کتابتون او د کنفرانس تالار موجود دی، جوړ شو. دلته يوازې د دې ډيپارټمنټ محصلان نه بلکې نور هغه محصلان هم چې د فرانسوي ژبې او فرهنګ سره علاقه لري د فرانسوي ژبې د زده‌کړې کورسونه تعقيبوي. د ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۴۰۱ کال پورې په دې ډيپارټمنټ کې ګڼو داخلي او فرانسوي استادانو نه هېرېدونکي ارزښتناک علمي او زده‌کړه‌ییز خدمتونه تر سره کړي دي.

د فرانسوي ژبې د زده‌کړې د ملاتړ پروژې د کابل پوهنتون او د فرانسې له یو لړ پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک چاره مساعده کړه چې پر بنسټ یې یو شمېر فارغان د نورو لوړو زده‌کړو لپاره فرانسې ته بوزي. ځینې استادانو او د دې ډيپارټمنټ ځینې فارغانو د بورسونو څخه په ګټه اخیستنې سره خپه علمي سویه لوړه کړې ده .

ب. د فرانسوي ډيپارټمنټ روزنیزې موخې:

1. لیدلوری:

  • د فرانسوي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ پرمختګ او پراختیا په هېواد کې د فرانسوي ژبې د زده‌کړې د مرکزي هستې او د یادې ژبې د تدریس د اصلي مرجع په توګه په هېواد کې د فرانسوي ژبې د زده‌کړې د نورو مرکزونو د ملاتړ په موخه.
  • د ارزښتناکو څېړنیزو (نظري او عملي) خدمتونو وړاندې کول د ژبې د زده‌کړې، د تدریس د مېتود او ژباړې په برخه کې.

 2. ماموریت:

  • د ټولنې د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د فرانسوي ژبې، فرهنګ، تمدن او ادب د تدریس په برخه کې د متخصصو، مسلکي او باخبره ښوونکيو روزنه.
  • د ټولنې د اړتياو د پوره کولو او فرانسوي ژبو وګړو ته د لوړ اسلامي کلتور ورپيژندلو په موخه د فرانسوي ژبې د تکړه او مجربه استادانو او ژباړونکيو روزنه.
  • له فرانسوي ژبې څخه ملي ژبو او له ملي هغو څخه فرانسوي ژبې ته د پوهې انتقال.
  • د محصل محورۍ اصل په پام کې نیولو سره د یوې سالمې او ښې زده‌کړه‌ییزې فضا رامنځته کولو له لارې د فرانسوي ژبې د نړیوال دیپلوم د تر لاسه کولو او د محصلانو د مهارتونو او استعدادونو د غووړولو په موخه.
  • هېواد ته د لا زیاتو خدمتونو لپاره د پوهې او تجربو د ترلاسي په موخه استادانو او محصلینو ته تحصیلي بورسونو برابرونه

ج. توامیتونه:

په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د فرانسې د استاندل ګرونوبل پوهنتون سره د هوکړه‌لیک لاسلیک.

د. لابراتوار او زده‌کړه‌ییز تجهیزات:

د فرانسوي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ یو کمپیوټر لب او یو کتابتون د محصلانو د ګټې اخیستنې لپاره لري.

هـ تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

۱

د متن درک

Fr.2.CE

۵

۱۲

ژبپوهنه

Fr.5.Psy

5

۲

د لیکوالۍ فن

Fr.2.PE

5

۱۳

د تدریس مېتود بنسټونه

Fr.5.ed

3

۳

د متن درک

Fr.1.CE

5

۱۴

ادبیات او تمدن

Fr.5.LC

2

۴

د لیکوالۍ فن

Fr.1.PE

5

۱۵

ژباړه

Fr.5.OT

1

۵

د متن درک

Fr.3.CE

5

۱۶

د ستاژ دورې تیاری

Fr.7.stage

5

۶

د لیکوالۍ فن

Fr.3.PE

5

۱۷

د درس برابرل

Fr.7.UD

۵

۷

د متن درک

Fr.4.CE

5

۱۸

ژباړه

Fr.7.OT

۱

۸

د لیکوالۍ فن

Fr.4.PE

5

۱۹

تطبیقات

Fr.8.PC

۲

۹

ژبپوهنه

Fr.6.ling

5

۲۰

د ارزونې لارې چارې

Fr.8.éva

۴

۱۰

د تدریس مېتود

Fr.6.CM

۵

۲۱

ژباړه

Fr.8.OT

۱

۱۱

ژباړه

Fr.6.OT

۱

۲۲

سیمینار او مونوګراف

Fr.8.mém

۴

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.