د الجبر ډيپارټمنټ
الف. پېژندنه:
د الجبر ډيپارټمنټ د نورو ډيپارټمنټونو (انالېز ،تطبيقي رياضيات او عمومي رياضیات) سره د هوکړې مطابق کرېکولم تدريس او فعاليت کوي.د رياضياتو د پوهنځي څانګې په ځانګړو برخو کې جلا محصلین نه لري؛ بلکې د ياد پوهنځي محصلین ټول هغه اساسي او تخصصي مضامين چې د رياضياتو يو فارغ التحصيل ته اړين دي تعقيبوي.
ب. موخې:
۱. لرليد:
د الجبر ډيپارټمنټ بايد د پوهنځي د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د څېړنې او په ټولنه کې د ونډې لرلو پر بنسټ د هېواد په کچه په يوې معتبرې څانګې باندې تبديل شي.
۲. ماموريت:
د رياضياتو پوهنځي الجبر ډيپارټمنټ د رياضياتو پوهنځي د موخو د پلي کولو لپاره د تدريس ،څېړنې او خدماتو وړاندې کولو له لارې په پوره ريښتينولۍ سره کوي او د پوهنځي اهداف تعقيبوي.
۳. بنسټي موخې:
- زدکړه او علمي څېړنې؛
- د معياري کړنلارو او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستنه؛
- د ټولنې اړتياوو ته په کتلو په زدکړه کې د پوهنځي ونډه اخيستنه؛
- د پوهنځي د موخو د لاسته راوړلو لپاره هر اړخيز ګډ کار؛
د الجبر ډيپارټمنټ علمي کادر غړي:
ګڼه |
نوم/ تخلص |
اختصاصی رشته |
ډيپارټمنټ |
1 |
محمدخان حیدری |
ریاضیات |
الجبر |
2 |
عبدالوکیل بیدار |
ریاضیات |
الجبر |
3 |
سیدعبدالبشیر عثمانی |
ریاضیات |
الجبر |
4 |
نویدالله هاشمی |
ریاضیات تطبیقی |
الجبر |
5 |
سعدیه سادات |
ریاضیات |
الجبر |
6 |
حزب الله رحیمی |
ریاضیات تطبیقی |
الجبر |