د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ

د خصوصي حقوقو ډیپارټمنټ لیدلوری:

د متخصصو علمي کادرونو د روزولو او د خصوصي حقوقو په برخه کې د مسلکي او حقوقي پوهې د کچې په لوړتیا کې د یو اغېزناک دیپارتمنت په توګه د افغانستان اکاډمیکې ټولنې لپاره د علمي اسانتیاوو وړاندې کول.

د خصوصی حقوقو ډیپارټمنټ مأموریت:

  • د خصوصي حقوقو دیپارتمنت خپل محصلين په عدلي او قضایي، قانون جوړونې او اجرائیه ځواک برخو کې د خدمت کولو لپاره چمتو کوي. دغه دیپارتمنت هڅه کوي د چوپړونو د وړاندې کولو په برخو کې مسلکي او متخصص کادرونه وروزي ترڅو د هېواد د حقوقي او قضایي برخو ستونزو لپاره حللارې پیدا او همدارنګه د قانون جوړونې ادارې په نیک - اخلاقه بشري ځواک  سمبال او د حقوقي شننې پر بنسټ د ټولنې چوپړ وکړي.

د خصوصي حقوقو څانګه د لیسانس په کچه محصلینو ته د حقوقو په برخه کې زده کړې ورکوي، چې خپل فعالیتونه د زده کړيزو  پروګرامونو د ښه والي او د ملي او اکاډمیکو موخو پر بنسټ د اغیزمنې پوهې برابرولو ته ځانګړې کوي.

د خصوصي حقوقو ډیپارټمنټ اصلي مسؤلیتونه په لاندې ډول دی:

  • متخصص، ژمن او مسؤلیت منوونکي بشري ځواک روزنې  په موخه زده کړې، ترڅو په دولتي او نادولتي بېلابېلو برخو کې د بشري ځواک اړتیاوې پوره شي.
  • د پوهې وړاندې کولو په موخه د دیپارتمنت څیړنیز او اکاډمیک مأموریت، د پوهې رامنځته کولو، پراختیا او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویل او د ټولنې د چارو د ښه والي لپاره اغېزناک علمي وړانديزونه کول.
  • د زده کړو د څرنګوالي ښه والی.
  • دولتي و نادولتي ادارو سره همکاري او د څېړنیزو فعالیتونو د څرنګوالي ښه والی او پرمختګ.
  • په کورنیو او نړیوالو پوړونو کې د علمي همکاریو پرمختګ.

د خصوصی حقوقو ډیپارټمنټ موخې:

له قانون سره سم د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د تحصیلی دورې موده اته سمستره ده چې د څلورو زده کړيزو کالونو په بهير کې پای ته رسېږي. د نوي نصاب له مخې په (۸) اتو سمسترونو کې د نورو د یپارتمنتونو د مضمونونو سربېره د خصوصي حقوقو دیپارتمنت مضمونونه هم تدریسېږي نو پر دې بنسټ د خصوصي حقوقو دیپارتمنت علمي او زده کړه ييزې موخې په لاندې دوو برخو کې رانغاړل شوې دي:

الف- د علمي و اکاډمیکو چارو موخې :

  1. نن ورځ د نړۍ علمي اړتیاوو ته په پام، د علمي او مسلکي رشتو تخصصي کېدل یو اړين او انکار نه منوونکی امر دی چې دا د خصوصي حقوق دیپارتمنت یوه له هغو موخو څخه ده، چې د هغې درک او لاسته راوړنه يې په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې په پام کې نیول شوې ده.
  2. د دیپارتمنت مضمونونه او د هغوی اړوند قوانین د درسي کتابونو په بڼه ليکل او برابرول.
  3. د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو پروګرامونو له لارې  ددې دیپارتمنت د استادانو د مسلکي زده کړو لوړوالی.
  4. د هېواد دننه او بهر د دوکتورا په کچه د استادانو د زده کړو لپاره د زمینې برابرول.
  5. دیپارتمنت په نويو وسایلو (کمپیوټر، کاپير، پرنټر او انټرنټ) سره سمبالول.
  6. دیپارتمنت په معتبرو علمي کتابونو سمبالول ترڅو استادان د يادو کتابونو څخه د ديپارتمنت اړوند مضمونونو په تدریس کې اغېزمنه ګټه واخلي.

ب- زده کړو پورې اړوند موخې:

  1. د حقوقي علومو له بنسټونو سره د محصلينو بلدول، په ځانګړې توګه پر خصوصي حقوقو له حاکمو قاعدو سره.
  2. د حقوقي موضوع ګانو د درک کولو لپاره د محصلينو د وړتياوو لوړول.
  3. د محصلينو د شننې وړتيا، د بحث ځواک او د علمي اندونو څرګندولو ته وده ورکول.
  4. په محصلينو کې د نوښت حس رامنځته کول او په هرې تخصصي رشته کې دنوښتونو هڅونه.

د خصوصي حقوقو ډیپارټمنټ د علمي کادر غړو نوملړ:

ګڼه

نوم

تخلص

پلار نوم

د زده کړو رشته

۱

 

بریالی

حکیمی

محمد غوث

حقوق

۲

محمد حامد

مهاجر

آدم خان

حقوق

۳

سراج الدین

 

 

طارق

خانزاد ګل

حقوق

د خصوصي حقوقو ډیپارټمنټ درسی نصاب:

ګڼه

مضمونونه

د مضمونونو بڼه

د کرېډېټونو شمېر

سمستر

۱

مبادي حقوق ۱

اساسي

۳

لومړی

۲

د اسلامي حقوقو بنسټونه

اساسي

۲

لومړی

۳

مبادي فقه

اساسي

۲

لومړی

۴

مبادي حقوق ۲

اساسي

۲

دويم

۵

 فقهي- حقوقي متونونه

تخصصي

۲

دويم

۶

وجایبو حقوق ۱

اساسي

۲

درېیم

۷

معنوي ملکیتونو حقوق

تخصصي

۲

درېیم

۸

وجایبو حقوق ۲

اساسي

۲

څلورم

۹

حقوقي ليکنه ۱

کار عملی

۲

څلورم

۱۰

د فقهې اصول

تخصصي

۳

څلورم

۱۱

حقوقي ليکنه ۲

کار عملی

۱

پنځم

۱۲

عیني حقوق ۱

تخصصي

۲

پنځم

۱۳

د کورنۍ حقوق ۱

تخصصي

۲

پنځم

۱۴

ټاکلي تړونونه

تخصصي

۲

پنځم

۱۵

فقهي قواعد (مدني)

تخصصي

۲

پنځم

۱۶

 سوداګرۍ حقوق

تخصصي

۲

پنځم

۱۷

عیني حقوق ۲

تخصصي

۲

شپږم

۱۸

 د کورنۍ حقوق ۲

تخصصي

۲

شپږم

۱۹

 سوداګريزو شرکتونو حقوق

تخصصي

۲

شپږم

۲۰

افلاس او تنګ-لاسۍ حقوق

اختیاري

۱

شپږم

۲۱

وګړي او محجورین

اختیاري

۱

شپږم

۲۲

مدني محکمو اصول ۱

تخصصي

۲

اووم

۲۳

خصوصي نړیوال حقوق ۱

تخصصي

۲

اووم

۲۴

 بیمې حقوق

ختیاري

۱

اووم

۲۵

فلسفي حقوق

اختیاري

۱

اووم

۲۶

میراث حقوق

تخصصي

۳

اووم

۲۷

خصوصي نړیوال حقوق ۲

تخصصي

۲

اتم

۲۸

مدنی محکمو اصول ۲

تخصصي

۲

اتم

۲۹

سوداګرۍ نړیوال حقوق

تخصصي

۲

اتم

۳۰

اسلامي بانکوالي

اختیاري

۱

اتم

۳۱

اجراي حکمونه

اختیاري

۱

اتم

۳۲

د سوداګريزو شخړو د حل میتودونه

تخصصي

۲

اووم

۳۳

برېښنايي سوداګري

اختیاري

۱

اووم

د خصوصي حقوقو د دېپارتمنت د اتو سمسترونو د کرېدېتونو ټولګه

۶۲

 

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.