د تصنیف او ترانو ډيپارټمنټ

الف. پیژندنه

په ۱۳۴۷ کال کې د ښکلو هنرونو په ډيپارټمنټ کې د شرقي او غربي موسیقۍ برخه جوړه شوه. د شرعي اصولو په پام کې نیولو سره په ۱۴۰۱لمريز کال کې دغه ډيپارټمنټ د (تصنیف او ترانې) د ډيپارټمنټ په نامه شوه او په کریکولم کې یې تغیرات راغلل.

دا ډيپارټمنټ، د۱۳۶۰ کال په پیل کې د یوې رشتې په توګه تدریس کیده وروسته د یوه خپلواک دیپارتمنت په توګه فعال شو.

ب. موخې

1. لیدلوری

د تصنیفونو او ترانو ډیپارټمنټ د ځیرکو او تکړه استعدادونو د روزنې او د ارزښتمنو او باهدفه ترانو د رامنځته کولو په برخه کې فعالیت کوي. دا ډيپارټمنټ په تصنیف او ترانو ویلو کې د مسلکي متخصصینو د روزنې په برخه کې هڅه کوي چې د کړنو کمیتي او کیفیتي کچې ته وده ورکړي او د دې ډيپارټمنټ لوستې او رسیدلې طبقه به د هدف لرونکو متخصصینو په توګه د دې خاورې د فرهنګي، دیني او ملي هویت په پېژندنه او معرفي کې لویه ونډه ولري.

2. ماموریت

- د تصنیفونو او ترانو په برخه کې د مسلکي او وړ متخصصینو روزنه.

- په افغانستان کې د تصنیفونو او ترانو د ښوونیزو خدمتونو معیاري کول.

- له کیفي او کمي اړخه د یوې معتبرې ښوونیزې ډيپارټمنټ په توګه د تصنیفونو او ترانو د ډيپارټمنټ معرفي کول.

- د هیواد په لوی کلتوري مدیریت کې ګډون، د تصنیفونو او ترانو د تولید له لارې د ملي او اسلامي کلتور او ارزښتونو پراختیا او پیاوړتیا.

3. اساسي موخې

دا ډيپارټمنټ په هېواد کې د تصنیفونو او ترانو ویلو تر ټولو لوی علمي بنسټ په توګه په هېواد کې د ترانو او تصنیفونو په برخه کې د نوښت دنده او رسالت تر سره کوي. د دې ارزښتناک ماموریت د درک کولو په موخه، د دې اکاډمیک محیط غړي هر یو د ډيپارټمنټ د فعالیتونو په پلان کولو او تنظیم کولو کې د پام وړ ونډه لري او دا ګډون ورځ تر بلې پیاوړی کیږي.

 

 

ج) لابراتوار او زده کړه یز توکي

د تصنیفونو او ترانو ډيپارټمنټ د معیاري تدریس په موخه په کمپيوټر لابراتوار، د غږ ثبتولو سټوډيو، اړوندو وسايلو، معياري درسي خونو سره سمبال ده.

د) تحصیلي نصاب (ځانګړي مضامین)

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

  کريډيټ

  ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

  کريډيټ

۱

په کلاسيک سبک ترانې ويل

M.S01

20

5

سلفیژ

M.S05

3

۲

ډله يز وبلل

M.S02

12

6

غزل

M.S06

4

۳

تصنیف او ترانه جوړونه

M.S03

4

7

د تصنیف او غږ تاریخ

M.S07

6

۴

د لحن او غږ اساسات

M.S04

6

8

د افغانستان اتوموزیکولوژي

M.S08

6

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.