د ګرافیک ډیزاین ډیپارټمنټ

الف.پیژندنه

د ګرافیک ډیزاین ډیپارټمنټ په ۱۳۵۴ کال کې د نقاشۍ او مجسمه جوړونې په ډيپارټمنټ کې د یوه مضمون په توګه تدریسېدو او په ۱۳۵۹ کال کې د نورو ډيپارټمنټونو ترڅنګ په رسمي ډول تاسیس شو. د هنر دغه ډګر یو له هغو هنرونو څخه دی چې په نړیواله کچه منل شوی او ځانګړی اهمیت لري.

ب. تحصیلي موخې

- د هنر ځانګړي پیغام رسولو لپاره د بصري مینځپانګې رامینځته کول

- د ځانګړي هنري پیغام رسولو له لارې بصري ارتباط چمتو کول

1. لید لوری

په ملي او نړیواله کچه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د ګرافیک ډيزاین هنر د کاري بازار او د ټولنې د اړتیاو په برخه کې په ملي او نړیواله کچه د یوازیني علمي بنسټ په توګه ثبت او بېژندل.

2. ماموریت

- د ګرافیک ډیزاین په ډيپارټمنټ کې د مسلکي او روڼ اندو متخصصینو روزنه.

- په افغانستان کې د ګرافیک ډیزاین تعلیمي خدماتو معیاري کول.

- د ګرافیک ډیزاین ډیپارټمنټ دکمیت او کیفیت له پلوه په ملي او نړیواله کچه د یوې تعلیمي ادارې په توګه معرفي کول.

- د هیواد په لوی کلتوري مدیریت کې ګډون، د کارونو د جوړولو له لارې د ملي او اسلامي کلتور او ارزښتونو پراختیا او پیاوړتیا.

3. اساسي موخې

- د وخت له شرایطو سره سم د نصاب نوي کول او پراختیا.

- د څیړنې، لیکنې او ژباړې وده او پراختیا.

- د بېخ بنایي پروژو جوړول، د مسلکي ټولګیو او هنري کارګاوو لابراتوار سوداګرۍ لابراتوار، ډیجیټل او لاسي چاپ.

- درسي مواد او توکي.

- د علمي او مسلکي کادرونو بشپړول.

- د خپرونو د سرچینو پیاوړتیا.

- د نړیوالو ژبو پیاوړتیا.

- د لنډ مهاله برسیو چمتو کول.

- له ملي او نړیوالو بنسټونو سره دوه اړخیزه همکاري او توامیتونه.

- لږ تر لږه په کال کې یو ځل د محصلینو او استادانو د کارونو د نندارتونونو د جوړولو پلان.

- د ځان بسیاینې په لور ګامونه پورته کول او د دولت او نا دولتي همکارۍ راجلبول.

ج. لابراتوار او زده کړه یز توکي

د ګرافیک ډیزاین ډيپارټمنټ له فوتوګرافۍ ډيپارټمنټ سره یو ګډ لابراتوار لري چې د 50 پایې کمپیوټر درلودونکی دی، د دې ډيپارټمنټ اکثر صنوف د محصلینو د تدریس لپاره پروجکتور لري.

د. تحصیلی نصاب (تخصصي مضامین)

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

۱

د تجسمي هنرونو بنسټونه۱

(لیدنیز توکي)

FA-GD02

4

۶

مینیاتوري

FA-GD07

6

۲

د تجسمي هنرونو بنسټونه 2 (تناسب)

FA-GD03

3

۷

دراونگ طراحی

FA-GD08

18

۳

د تجسمي هنرونو بنسټونه 3 (رنگ)

FA-GD04

3

۸

الستریشن

FA-GD09

9

۴

دیجیتل ګرافیک ۱

FA-GD05

12

۹

خوشنویسي

FA-GD10

5

۵

دیجیتل ګرافیک ۲( عملي)

FA-GD06

12

 

 

 

 

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain