د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي محصلینو د سروبي برېښنا تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه
د برېښنا شرکت د برېښناتولیدي حوزې ریاست او کابل پوهنتون انجینري پوهنځي ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک په اساس دیاد پوهنخي ځینو محصلینو د روان کال وري میاشتې په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د سروبي ولسوالۍ د برېښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه.
نوموړې کتنه د محصلینو د عملي کچې د لوړلو په موخه ترسره شو، په دې لیدنه کې د انرژي، میخانیک، برق او الکترونیک دڅانګو محصلین شامل وو.
د سروبي برېښنا د تولید فابریکې رئیس انجنیر فاروق عمر دلیدنې په لړ کې د اوبو بند د فعالیت په طرز، د اوبو د سپما اندازه کولو، سربندونو ته د اوبو لېږدولو پایپونو، د فرانسیس د اوبو توربینونو، د برېښنا د تولید له جنراتورونو سره د توربین د نښلولو، په کنټرول خونه کې د بریښنا جریان کنټرول، د سطحي اوبو سرچینو څخه د بریښنا تولید پر اهمیت، د هایدروډینامیکي سیسټمونو میخانیکي برخو او د اوبو کنټرول دروازې په اړه محصلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په دې علمي لیدنه کې د انجینري پوهنځي محصلینو سره د پوهنځي رئیس دکتور عارف نعیم او استاد پوهنیار ذبیح الله بخشي ملتیا کوله.
د دغه پروګرام په پای کې د انجینرۍ پوهنځي رئیس د سروبي د برښنا تولید فابریکې دآمریت او د برښنا شرکت د برښنا تولید حوزې ریاست له لوري د محصلینو لپاره د عملي کارونو د برابرولو له امله مننه او قدرداني وکړه.