د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د ترسره شوي هوکړه لیک پلي کېدو کار په عملي توګه پيل شو
د ترسره شوي هوکړه لیک په اساس د یادې ادارې تغذي لابراتوارونو تکنیشن کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د غذایي موادو کنترول او تجزیې لابراتوارونو کې د 1401 کال کب میاشتې په 28 نېټه یکشنبې په ورځ کورس دایر شو.
د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر د یاد کورس په پیل کې د هغه ادارې تکنیشن کارکوونکوي و هڅول ترڅو ، د فارمسي پوهنځي تغذي متخصص استادانو له تجربو څخه د ظرفیت لوړنې په موخه استفاده وکړي.
ورسته د دستندرد ملي ادارې تکنیشن کارکوونکو ژمنه وکړه، چې د غذایي موادو د کیفیت او کمیت په عملي او نظري آزموینه کې په زده کړه کې کوښښ و کړي، تر څو د کورس له پای ته رسیدو وروسته د افغانستان ستندرد ملي ادارې تغذي لابراتوارونو کې په عملي توګه کار وکړي.
د یادونې ده، یاد کورس د یکشنبې په ورځو کې کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او د پنجشنبې په ورځو کې د افغانستان ستندرد ملي اداره کې د فارمسي پوهنځي تغذي متخصص استاد پوهنوال بشیر احمد بشیر لخوا پرمخ وړل کیږي.