د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او د افغانستان د غذا او درملو ملي ادارې ترمنځ د مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو

نوموړی هوکړه لیک د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر، د افغانستان د غذا او درملو ملي ادارې رئیس دوکتور عبدالباري عمر او د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز پواسطه لاسلیک شوه.
ددې هوکړه لیک اساسي موخې د فارمسي پوهنځي په لابراتوارونو کې د فارمسیوتیکي تولیداتو کیفي تجزیه کول، د ګډو علمي څیړنو ترسره کول، د درملو او غذایي مهمو اړتیاوو او مشکلاتو په اړه د علمي څیړنو او مطالعاتو ترسره کول، د فارمسي پوهنځي محصلانو او ستاژرانو ته کار زده کړې زمینه برابرول، د فارمسي پوهنځي د فارغینو په ګمارنه کې مرسته کول او نورې اړوند برخو ځخه عبارت دي.