په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دویمې ورځې دویمه برخه کې اووه علمي مقالې وړاندې شوې
د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دوهمه ورځې دوهمه برخه کې د استادانو لخوا اووه مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې. ګډونوالو د مقالو له اورېدو وروسته دهغه په اړه خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او همدارنګه د یادو مقالو د منځپانګې، بڼې او عملي کېدو په اړه یې بحثونه وکړل.
هغه مقالې چې د دوهمې ورځې دوهمه برخه کې وړاندې شوې په لاندې ډول دي:
۱ــ د کابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی عبدالرحمن عثماني
د علمي مقالې سرلیک: ( د کانکور آزموینه، د هغه ستونزې او حل لارې)
۲ــ د پکتیا پوهنتون استاد ښاغلی پوهنیار عبدالنعیم نعیم
د علمي مقالې سرلیک:( د لوړو زده کړو پیاوړتیا کې د OBE رول او اوسنی حالت یې )
۳ــ د کنر سیدجمال الدین افغان پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی محمد حسن محمدي
د علمي مقالې سرلیک:( تطبیقي څیړنه، اهمیت، ځانګړتیا او اغیز یې )
۴ــ د کابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهنیار خلیل الرحمن آزرمي
د علمي مقالې سرلیک:( د کابل پوهنتون استادانو له نظره په لوړو زده کړو کې د کیفیت تضمین اغیزمن چوکاټ ارزونه )
۵ـــ د کنر سیدجمال الدین افغان پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی میرویس ستانکزی
د علمي مقالې سرلیک:( د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د دیني او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا څرنګوالی)
۶ـــ د پکتیکا پوهنتون استاد ښاغلی پوهنمل رحمت الله حکیمي
د علمي مقالې سرلیک: ( په پوهنتونو کې د علمي، فرهنګي او ادبي غونډو مؤثریت)
۷ــ د کابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی دکتور احمد مسعود منصوري
دعلمي مقالې سرلیک: ( د دوامداره پرمختللو موخو په موندلو کې د لوړو زده کړو رول )
همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دوهمې ورځې لومړۍ برخه کې د استادانو لخوا ۶ علمي مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې دي.