د Pinacle Teaching Solutions مؤسسې عمومي رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه وکړه

ټیم دویس (Tim Davis) د Pinacle Teaching Solutions مؤسسې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د روان کال شنبې ورځ د لیندۍ میاشتې په ۵ مه نېټه د کابل پوهنتون څخه د لیدنې په ترڅ کې د پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره ملاقات وکړ.
د اجنډا مطابق دواړو طرفونو د پوهنتون اړوند د خارجي ژبو د دیپارتمنتونو د سطحې په لوړولو، استادانو ته د تحصیلي بورسونو د زمینې په برابرولو، د دواړو نهادونو تر منځ په همکارۍ او نورو مختلفو موضوعاتو باندې بحث وکړ او یاده غونډه یې ګټوره وبلله.
Pinacle Teaching Solutions یوه نړیواله مؤسسه ده چې زیاتره په تعلیمي او تحصیلي برخو کې کار او فعالیت ترسره کوي.