د پسرلني سمستر ازموینو له بهیره د کابل پوهنتون د رهبري پلاوي کتنه

د کابل پوهنتون د پسرلني سمسټر وروستنۍ ازموینې د روان کال د زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوې، چې تر دریو اونیو به روانې وي.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې بهیر د کتنې پرمهال د بېلابېلو پوهنځیو له مسؤلانو او استادانو سره خبرې وکړې او غوښتنه یې ترې وکړه، چي د نظم او ډسپلین په مراعات کولو، د امتحان اخیستلو لپاره د مناسب چاپېریال او محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې لازمه پاملرنه وکړي.