د کابل پوهنتون رییس د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار سره وکتل
د کابل پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز په خپل دفتر کې د روان لمریز کال د کب پر لومړۍ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار ښاغلي چنګېز دیمیر سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې پر دوه اړخیزو علمي او کلتوري همکاریو او د ترکیې د علمي او کلتوري بنسټونو له خوا له کابل پوهنتون سره په علمي همکاریو خبرې اترې وکړې. د ترکیې د سفارت کلتوري سلاکار زیاته کړه سفارت یې په پام کې لري چې په کابل پوهنتون کې د واقع یونس امره انسټیټیوټ له لارې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکي ژبې له ډيپارټمنټ سره خپلې علمي او کلتوري همکارۍ د پخوا په څېر روانې وساتي او ترممکن بریده به په نور برخو او تېره استادانو ته تحصیلي بورسونو په ورکړه کې همکاری وکړي.
د کابل پوهنتون رییس له افغان بنسټونو او په تېره له کابل پوهنتون سره د ترکیې د علمي او کلتوری همکاریو مننه وکړه او افغانستان او ترکیه دواړه یې د ګډو دیني، کلتوري، تاریخي او دوستانه اړیکیو درلودونکي هېوادونه وبلل او د همکاریو پراختیا یې د دواړو لوریو لپاره ګټوره وبلله.