د مننې او درناوي پیغام!
د سلام په وړاندې کولو سره
پدې توګه د ملي او نړۍ والو پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو، په کابل کې د دوستو هیوادونو سیاسي استازولیو او ټولو دوستانو او عزیزانو، د کابل پوهنتون اکاډمیکې کورنۍ سره ستاسو د ډاډګیرنې او خواخوږي پیغامونو پر اساس خپل د مننې او درناوي مراتب وړاندې کوي او له تاسو څخه له زړه مننه کوو.
بې له شکه، چې د دې دردوونکې او بوګنوونکي پېښې تحمل ډېر دروند او بې د دوستاسو او عزتمندانو له غمشریکي او خواخوږي لکه ستاسو به زیات سخت وو. ستاسو مینه ناک پیغامونه پدې علمي بنسټ کې زما، همکارانو او زمونږ د ګرانو محصلینو د زړه د قوت سبب شوی دی. د پاک الله ج څخه تاسو ټولو، ښاغلو استادانو او ګرانو زده ګړیالانو ته د روغتیا، نیکمرغي او سرلوړي غوښتونکی یم.
درنښت
پوهاند دکتور محمد عثمان بابري
د کابل پوهنتون رییس