د کابل پوهنتون شنې سیمې منظمې او هواریږي
د کابل پوهنتون د ټولو شنو سیمو لنډسکېپت پروژې عملي کار، د لارو بیا رغونه، په نوې بڼه د چمنونو د اوبو ورکولو سیسټم تنظیم او د دې تفریحي سیمو تنظیم او ښکلا د کابل پوهنتون د بدلون د پلان پربنسټ، چې د کابل پوهنتون د رهبري له لوري د روان کال د چنګاښ په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ په عملي بڼه پیل شو.
په پام کې ده، چې دا پروژه به په څو مرحلو کې پلي شي، چې په لومړۍ مرحله کې به د ۶۰ کاري ورځو په لړ کې به د یادې پروژې سیمه پاکه او اماده شي او تر هغې وروسته د هوارولو، پیپ ځغلونې، زرغنونې او اوبه ورکونې پړاوونه به پلي شي. د دې پروژې ټولیز لګښت ۲۴۰ ملیونه افغانۍ په پام کې نیول شوی دی، چې د افغان دولت له بودجې څخه ورکول کیږي. دا پروژه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد ادارې له لوري د کابل پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په همکاري مدیریت او د ملي پراختیا شرکت له لوري پلي کیږي.