د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو تمثیلي محکمې ښوونیزې برنامې کې د ګډون ازموینه واخیستل شوه

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 07 2021 3:42 PM
ku

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تمثیلي محکمې ښوونیزې برنامې کې د ګډون ازموینه، چې په پام کې ده د درې دورو لپاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړولو په موضوع جوړه شي د ګډون ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې دا سیالي د روان کال د سرطان په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو ټولنې غړو او د پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو د ټولنو رییسانو په ګډون او تر ۲۰۰ زیاتو ګډون کوونکو په ګډون د پوهنتون په مرکزي ایډيتوریم کې جوړه شوه. په پام کې ده، د دې متقاضیانو له ډلې څخه، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلین دي، ۴۸ تنه ورڅخه دې ښوونیزې برنامې ته غوره او په هغه کې به ګډون کوي.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین دا برنامه یې د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي محصلینو لپاره یوه ګټوره برنامه یاده کړه او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو ټولنې له مسوولینو څخه یې د دې برنامې د جوړېدو په هکله مننه وکړه. وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو ټولنې رییس ښاغلي ذکریا سادات، چې د دې برنامې د جوړېډو مسوولیت یې په غاړه وو د دې برنامې جوړېدو موخه یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینود ظرفیت لوړول یاد کړل او همدارنګه یې نورې برنامې، چې د دې ټولنې له لوري د کابل پوهنتون د محصلینو د توانايي د لوړولو لپاره جوړې شوي/ جوړیږي یادونه وکړه.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain