د کابل پوهنتون په فارمسي پوهنځي کې د قران عظیم الشان د ختم مراسم جوړ شول
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو د دې پوهنځي د ریییس په شتون کې د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر محصلینو د شهادت په مناسبت، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په پېښه کې په شهادت ورسېدل او یو شمېر نور یې ټپیان شول، د قرانکریم ختم مراسم جوړ کړل او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره د غمشریکي او خواخوږي د څرګندولو تر څنګ یې د دې پېښې د شهیدانو روح د خوښي او ټپیانو ته د روغتیا دعا وکړه.
دا مراسم د سهار په ۹ بجو د فارمسي پوهنځي د رییس، استادانو، يو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د دې پوهنځي په یوه ټولګي کې جوړ شول.