د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي کې د درملو د کیفیت ارزونې لپاره د کوچني لابراتوارونو ورکشاپ برخه والو ته ستاینلیکونه ورکړل شول
د درملو کیفیت ارزونې لپاره د کوچنیو لابراتوارونو ورکشاپ برخه والو ته، چې د کابل پوهنتون د فارمیسي پوهنځي او د پارټیسپ (Particip)موسسې، د د عامه روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ادارې له لوري د کابل پوهنتون د فارمیسي پوهنځي کې جوړ شوی وو د روان کال د وري په ۱۷ نېټه یې تصدیق لیکونه ورکړل.
دا لس ورځینۍ ورکشاپ د ۲۴ فارمسیست څېړونکو لپاره د افغانستان د درملو د څارنې څرنګوالي په موخه جوړ شوی وو. د فارمیسي پوهنځي رییس وایې، چې د درملو د ارزونې عملي او لابراتواري کار، چې د ټول هیواد د ۲۴۰۰ په شاوخوا کې درملتونونو څخه راټولې شوې دهیواد درملو کیفیت د ښه والي سره د ارزونې او مرستې په موخه سبا د کابل پوهنتون د فارمیسي پوهنځي کې په کار پیل کوي او دوه میاشتې وخت به ونیسي.
اساسي او باکیفته درملو ته لاسرسی د هیواد د روغتیا په برخه کې د لویو ننګونو له ډلې څخه شمېرل کیږي ولې تر اوسه په کور دننه د درملو تولید د دې ستونزو په له منځه وړلو کې ډېره کمه ونډه اخیستې او زیاته برخه یې له بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي.