په کابل پوهنتون کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د کانکور ازموینې ګډونکوونکو او ځوانانو د او همدارنګه د کابل په لویديځ د سیدالشهدا ښوونځي د دردناکې او د هیواد ټولو وروستیو پېښو په اړه د فاتحې مراسم جوړ شول

Anonymous (not verified)
Tue, May 11 2021 4:37 PM
ku

په هیواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو لپاره د فاتحې مراسم د روان کال د غوايي په ۲۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، استادانو او یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون په کابل پوهنتون کې جوړ شول.

د کابل پوهنتون رييس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې مراسمو د پیل خبرې، چې د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل او د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین لومړنۍ خبرو سره پیل شول، د کابل پوهنتون د علمي کادر د غړو، محصلینو او کارمندانو په استازيتوب یې د شهیدانو کورنیو، د برنامې ګډون کوونکو او د افغانستان لوی ملت ته خپل د خواخوږي او تسلیت مراتب څرګند او کابل پوهنتون پدې د غم درندو ورځو کې خپل بیرغ نیم ځوړند او د ګران هیواد د خلکو په غم کې ځان شریک وشمېره.

پوهاند بابري زیاته کړه، چې په تېرو دوه لسیزو کې د هیواد په زیاتو ځایونو او په مختلفو برخو کې زیات د یادونې وړ پرمختګونه شوي دي او په زیاتو برخو کې له فرصتونو څخه هم غلطه ګټه پوره شوې ده، چې اړینه ده په جدي توګه یو ځل بیا تامل او اساسي فکر وشي، چې مونږ د افغانستان خلک د کار په کوم ځای کې یو؟ څه کوو؟ او په اوس وخت کې زمونو رول څه دی او باید څه وکړو؟

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د قران کریم ایات ته په اشاره وویل: هیله لرو په یوه حرکت او ډلییز فکر، اوسنۍ نامناسب او مصیبت زېږوونکي حالت باندې بریالي شو او له دې لارې مو هیواد او هیوادوالو ته د قدرت، پیاوړتیا او ارامي نصیب شي.

وروسته دا برنامه د هیواد وروستیو پېښو شهیدانو پاک روح په ځانګړې د لوګر ولایت او همدارنګه د کابل په لویديځ کې د سیدالشهدا ښوونځي پاک روح  او د هیواد ته د بریالیتوب دعا سره پایته ورسېدل.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain