د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو د قرانکریم ختم مراسم جوړ کړل
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس، استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر ګرانو محصلینو د شهادت په مناسبت، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په تروریستي برید کې په شهادت ورسېدل او یو شمېر نور ټپیان شول، د قرانکریم ختم او د دعا مراسم جوړ کړل او د دې وحشیانه برید د غندنې او محکومولو ترڅنګ د هغوی له کورنیو او د پوهنتون له کورنۍ سره خپله غم شریکي وکړه.
دا مراسم، چې د سهار په ۹ بجو پیل د کرنې پوهنځي رییس، استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د دې پوهنځي په یوه ټولګي کې جوړ شول.