د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې دماسترۍ برنامی

د پښتو ماسترۍ پروګرام له ۱۳ کاله راپه دېخوا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې په چوکاټ کې پیل شوی دی، دغه پروګرام د فوق السانس په چوکاټ کې پر مخ ځي، د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم خپلې چارې پر مخ وړي، دغه سند پالیسي یا لارښود هم د لایحې په رڼا کې لیکل شوی دی.

ښوونيزې موخې:

●   د پښتو علمي او مسلکي کا د رونو روزنه.

●   د پښتو ژبې او اد بيا تو د متخصصينو د ا ړ تيا پوره کول.

●   د ښوونيزو ، پوهنيزو او څېړنيزو مراکزو د پښتو کاد رونو د علمي سويي لوړول.

●    د پښتو مسلکي زده کړې علا قمندانو لپاره د فوق لېسانس زده کړو زمينه برابرول.       

●    پښتو د هېواد د ملي او رسمي ژبې په توګه له علمي او مسلکي پلوه غني کول.

د نصا ب موخې:

  د څېړنې د لازمو مها رتونو تر لاسه کول،  چې د پښتو او ادبيا تو د غني کېدو لپاره وخت پر وخت نوې څېړنې اوکړي او ژبه اوادبيات له نړيوالو معيارونو سره برابره کړي.   

  • محصلينو ته داسې انګېزه ورکول،  چې د نويو مهار تونو په وسيله ژبې او ادبيانو کې نوې زيا تونې او نوښتونه رامنځته کړي.             
  •   د غوره او څېړنيز پروګرام طرحه کول،  چې له مخې يې په ژبو او ادبياتو کې په لوړ کيفيت اثار رامنځته شي.
  •  د محصلينو دا سې مسلکي وړتيا لوړول چې وشي کولای د خپلو څېړنو پر مهال له انتقادي فکر ، د اغيزمنو څېړنو                                      

 وړتيا،په ژبه کې د شته ستونزو د حل وړتيا، بېلا بېلو موضوعاتو ته د څېړنې وړتيا، د ميتود او علمي مبا حثو او نورو  مسايلو د حل لپاره چټک ګامونه پورته کړی شي.  

د ماستر ۍ فارغان بايد لاندې توانايي ولري:

  •   د پښتو ژبې  اد بي  او فرهنګي ليد لوري شرح کول، د لوړو زده کړو په وزارت کې د ژبو او ادبياتو په برخه کې د  استادانو ا و محصلينو د لارښوونې توانايي .
  •   د ټولنې د اخلا قي اصولو ار تقاء کې ونډه اخستل .
  •  د ملي ا و بين المللي قوانينو سره اشنايي او په ادبي او فرهنګي چارو کي د مؤثرو پاليسيو برابرول.
  •   ښې حکومتولۍ ته ژمنتيا.
  •   د هېواد ادبي او فرهنګي وضيعيت تحليل ،تحقيق او پېژندنه.
  •  د ادبي او فرهنګي پالېسيو د پلي کولو  ارزونه .
  •   په ښو تعليمي او تحصيلي  روشونو او ميتودونو کې برخه اخيستل .
  •   د تعليمي او تحصيلي پروګرامونو په پرمختګ کې ونډه اخيستل .
  •   په خپله رشته کې د انتقادي فکر په رڼا کې تحليل،ارزونه او تحقيق کول .
  •   پر ادبي او فرهنګي وضيعيت د لنډ مهال او اوږد مهال تاثېرات تحليلول .
  •   ژبه  د تشريحي او تاريخي وضيعت له مخې تحليلول .
  •   په دولتي او غېر دولتي ا رګانونو کې د ادبي او فرهنګي چارو رهبري او مدېريت.
  •   د پښنو ژبې (د ادبپوهنې او ژبپوهنې) د ارتقاء په برخه کې د سيمي او نړۍ له پوهې څخه ګټه اخيستل .

د پروګرام د کورسونوعناوين او تشريح :

د پښتو څانګې د ماسټرۍ پروګرام ۱۷ کورسونه لري چې مجموعا ۴۴  کريډټونه کېږي .په جلا جدول کې د کورسونوپه اړه دقيق معلومات راټول شوي دي .په جدول کې کورسونه د سمسترونوپر بنسټ تقسيم شوي دي . د کورسونو نومونه ، د هر کورس موخې او زده کړنيزې پايلې په کي شاملې او په دقيقه توګه توضيح شوي دي .

د ښوونيزوموخو (اهداف متوقعه) په باب بايد په لنډه توګه وويلای شو، چې د ماسترۍ دوره څلور سمستره ده ، د کرېډټونو تعداد يې ۴۴ ته رسيږي ، مضامين يي کټګوري شوي دي ، همداراز د نظري او علمي ساعتونو تناسب ساتل شوی دی ، د تدريس روش او لارې چارې په پاليسي سند کې په بشپړ ډول توضيح شوي دي ، په همدې تر تيب د محصلانو د ارزونې لارې چارې هم په پاليسۍ سند کي هر اړخيز توضيح شوي دي .

لرليد:

د پښتو ژبې او ژبپوهنې علمي څېړنه او د دې ژبې د ادبياتو مسلکي ځېرنه او پنځونه چې په لويه کې دا رسمي او ملي ژبه د دې هېواد د هويت په توګه معرفي او د نورو سياله شي . پښتو ژبه د افعانستان د رسمي او ملي ژبې په توګه يوازې د يوه ټبر ژبه نه ده ، بلکې نور اقوام هم غواړي چې دا ژبه زده کړي ، له بله پلوه د دې لپاره چې پښتو ژبه په هندو او اروپايي ژبو کي له خپلو سيالو ژبو سره سياله شي، بايد په دې برخه کې علمي کار وشي .

د ماسټرۍ تاسيس به د دې زمينه براروي چې نور محقيقن او فرهنګيان وروزل شي او قرهنګيان او محقيقن به ددې جوګه شي چې ښه تحقيق وکړی او د دې ژبې په وده او پرمختګ کې لا ګړندي ګامونه واخلي .

رسالت:

په پښتو ژبې او ادبياتو کې د ماسترۍ تر کچې د مسلکي کادرونو روزنه چې د ژبې او فرهنګ د ساتنې ، رغونې ، ترويچ او انکشاف په برخه کي استوار ګامونه واخلي او په دې ډول د نوي نسل لپاره تګلوری وټاکي او لږ تر لږه د ادبي کره کتنې له لارې پنځيدونکي ادبيات اصلاح کړي .

پښتو ژبه د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده ، دا چې په ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي او غېر دولتي ادارو کې له رسمي او ملي ژبې څخه کار اخستل کېږي . په سيمه يييزو هېوادونو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د هېواد رسمي او ملي ژبې د پرمختګ او پراختيا لپاره علمي هڅې او اساسي کار کېږي او د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پکې زده کړې کېږي ، دا چې پښتو ژبه هم د افغانستان رسمي او ملي ژبه ده ، په تعليمي او تحصيلي نطامونوکې ترې کار اخستل کېږي ، بايد لږ تر لږه د افغانستان په کليدي پوهنتونو کې د پښتو ژبې او ادب  ماسټري او دوکتورا  پروګرامونه تاسيس شي .

  •  په هر هېواد کي  د رسمي او ملي ژبو د پر مختګ لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پرګرامونه تاسيسږي ، پښتو ژبه هم د   افغانستان ملي او رسمي ژبه ده ، بايد په دې برخه کې خاصه توجه وشي .
  •  د يو رسمي ژبې په توګه پښتو ژبه په تعليمي او تحصيلي نظامونوکي کارول کېږي .
  •   د يوې ملي او رسمي ژبې د پرمختګ يوازينۍ لاره دا ده چې پوهنتونونه ورته کار وکړي او په دې ژبه کي د ماسټرۍ او دوکتورا  تر کچې مسلکي محققين او څېړونکي وروزل شي .

دندې :

د پښتو ژبې او ادبياتو د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره د علمي او تحصيلي ظرفيتونود سطحې لوړول ، د استادانو او محصلينو لپاره د سالمې زده کړيزې فضا برارول ، له اوسنيو معيارونو سره سم د تدريس او تدريسي وسايلو عيارول ، د همدې برخې جامع درسي نصاب چمتو کول او تطبيقول ، د کمي او کيفي پرمختياوو لپاره د سالمو نړيوالو او فرهنګي ستندردونو سره د محصلينو اشنا کول ، د ماسټرۍ تر کچې د محصلينو د سويي لورول او په ټوله کې د پښتو ژبې او ادبياتو ديپارتمنت ، د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم ددې ژبې د ژبپوهنې او ادب په يو معتبر مرکز بدلول ددې پروګرام عمده دندې ګڼل کېږي .

ارزښتونه

  •   له نورو ورته مرکزونو سره مشارکت.
  •  اړوندو مراجعو ته ځواب او حساب ورکونه.
  •  اکاډميکو قوانينو او مقرراتو ته درنښت.
  •   شايسته سالاري.
  •   د ټولنې ټولو اقشارو ته خدمت.
  •   نوښت ، تنوع او جنسيتي برابرۍ ته پاملرنه.

د پروګرام اجمالي پېژندنه

د پښتو ژبې او ادبياتو ماسټرۍ پروګرام به هغه نارينه او ښځينه کانديدان چې غواړي ددې ژبې د ژبپوهنې او ادبياتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې د مسلکي زده کړو خدمات برابروي   په ټاکلي موده کي د پښتو ژبې او ادبياتو کادرونه روزي او په نتيجه کي د پښتو ژبې او ادبياتو ماستران به د دې هېواد د فرهنګ په ژغورنه او انکشاف کې فعاله ونډه واخلي .

د پروګرام مدېرت

ددې پرګرام شرايط ، فعاليت او نور اړوند اصولي اجراا ت د ژبو او ادبياتو پوهنځي تر څارنې او ارزونې لاندې پلي کېږي . پوهنځي به د محصلينو په نوم ليکنه او شا مليدو کې د پښتو ژبې او ادبياتو د ماسترۍ له پروګرام سره اداري مرسته کوي چې په دې ډول ، دا پرګرام روڼ او د قوانينو په رڼا کې چمتو شي .

 همدارنګه د ماسترۍ پروګرامونو د رهبرۍ هييت رئيس او د پروګرام هماهنګ کوونکي به د محصلينو د علمي پرمختګ کچه ارزوي او له پروګرام څخه فارغېدونکو ته به ديپلوم ورکوي . د پروګرام هماهنګ کوونکي او د پروګرام رهبري د مرستندويه موادو (محصلينو ته د لارښوونو) د چمتو کولو او محصلينو ته کورسونو په اړه د خبر ورکولو مسووليت لري .د پوهنځي غړي او کارکوونکي د پروګرام د اکاډميکوچارو سرپرستي ، څارنې او ارزونې دنده هم پر غاړه لري . ټول اسناد (د ګډون پاڼې ، د پروګرام د پرمختګ راپورونه ، د محصلينو اړوند اسناد او د ارزونې اسناد) به پوهنځي کې ساتل کېږي .

 

 

د زده کړې موده

  •  د زده کړې موده په دې پروګرا م کې دوه کاله ده چې د څلورو سمسترونو په اوږدو کې بشپړيږي . حد اکثر يو کال ناکامي به دماسترۍ   پروګرام په  درې کلونو يا شپږو سمسترونو بدل کړي . د هر سمستر د مهال وېش جوړښت  ; د کرېډيټ سيستم نصاب له مخې د درسي  مضامينود تسلسل په پام کې نيولو سره ټاکل کېږي .
  •  هغه محصلين چې په هر دليل نه شي کولای خپلو درسونو ته حاضر شي ;  کولای شي بيا ځلې په پروګرام کې شامل شي؛ خو په دې شرط چې د غېر حاضرۍ موده يي د دوه سمسترونود زماني فاصلې څخه ډېره نه وي . که چېرې دا فاصله د دوه سمسترونوڅخه ډېره وي؛محصل منفک کېږي . هېره دې نه وي چې منفک شوی محصل کولای شي د نوي محصل په توګه د شموليت غوښتنليک وړاندې کړي  .
  •  هره وقفه چې د اړوندو مقاماتو د تاييد بې اجازې رامنځته شي ، پوښتنه يې کېږۍ . هغه محصل چې د قانوني دلايلو پر بنسټ منفک شي

              په پروګرام کې د بيا ځلې شموليت اجازه نه لري .

درسي ميتودونه

 د ژبې د مسلکي شخص په توګه له استادانو او محصلينو څخه په پراخه پيمانه هيله کېږي چې معيارونو ته پاملرنه وکړي .ددې څانګې تمرکز د درس په کيفيت او موثريت دی چې ټاکلی هدف ترلاسه او ټولنې ته د پښتو ژبې او ادبياتو متخصص وړاندې کول دي تر لاسه شي .

  د نصاب جوړول (طرح کول):

دغه  پروګرام د کرېدټ سيستم په اساس رغېدلی، چې فارغان يې اړ دي (Li-P) ۴۴ کرېدټه بشپړ کړي. کورس  په خپل ترتيب سره په داسې سيستماتيک ډول جوړ شوی چې په پای کې يې زده کړيالان د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې په مسلکي او معياري ډول روزل کېږي او په په دې برخه کې لوړ معيارونه زده کړي. د ماسټرۍ برنامې د کريکولم د اهدافو له مخې د ستونزو د حل لازمي وړتياوې، د تحليل، درک او استدلال وړتياوې په محصل کې بايد لوړې شي. همدا راز د يوې ژبې مسلکي شخص بايد د مسووليت له مخې و توانېږي په ژبه کې د نړيوالو معيارونو سره سم نوښتونه رامنځته او خپله ژبه غني کړي شي.

د محصلينو مسووليتونه:

  • د ټاکلي مهالوېش او ټاکلي وخت پر اساس په صنفونو کې فعال ګډون او حاضري لرل.
  • د اکاډميک نظم او ډسپلين رعايتول.
  • د اخلاقي معيارونو رعايتول او د هر ډول ضد اخلاقي حرکتونو څخه ډډه کول.
  • مزاحمت، دټولګي  اخلال او له ناسمو حرکتونو څخه ډډه کول.
  • په ټاکلي مهال سپارل شوې درسي دنده په ښه او منظم ډول تر سره کول.
  •  د ټاکلي مهالوېش پر اساس له مشاور او لارښود استادانو سره منظمې تليفوني اړيکي نيول.
  • د اړوندو اصولو او طرزالعملونو پېژندنه.
  • په ټاکلي وخت او زمان د هر ډول مالي او اداري ذمه واري تصفيه کول.
  • د ښې ښوونيزې فضا په رامنځته کېدو کې مرسته کول.
  • له درسي نصاب څخه ور هاخوا نور اکاډميک او مثمر فعاليتونه.
  • د مشاور او لارښود استادانو لارښوونې رعايتول او عملي کول.

د محصلينو د جذب شرايط:

  • ټول محصلين بايد د غوښتنليک تر څنګ د لېسانس د دورې ديپلوم ،ترانسکريپ، تذکره، که رسمي دنده لري، د مربوطه ارګان مکتوب راوړل اړين دي؛ سربېره پر دې نوماندان بايد لاندې شرايط تکميل کړي.
  • په اړوندې رشتې او يا نيږدې رشتې کې د معتبرو داخلي او يا خارجي پوهنتونونو ډيپلوم لرل.
  • د لسانس د دورې اوسط نمرې بايد له ۷۰٪ کمې نه وي.
  • په يوې نړيوالې ژبې پوهېدل.
  • د فيس ورکولو توانايي.
  • د شاملېدو په ازموينه کې بريا، همدارنګه د يوې بين المللي ژبې ازموينه په برياليتوب سره تر سره کول.
  • د لېسانس په دوره کې محصل بايد له يوې ناکامۍ (چانس) څخه زياتې ونه لري.
  • د انتخاباتو پروسه رقابتي ده، هېڅ ډول سفارش د منلو وړ نه دی.
  • همدارنګه د انتخاباتو پروسه د مصاحبې، مقاله ليکنې او د انګليسي ژبې مهارت پر اساس تر سره کېږي.
  • دولتي لوړ رتبه محصلين بايد کافي وخت ولري، بايد د پروګرام وخت ته متعهد او پابند وي.
  • حاضري په جدي توګه په نظر کې نيول کېږي او هېڅ ډول نه جبرانېږي.
  • د بورد د پرېکړې په رڼا کې د منل شويو محصلينو تعداد له ۲۵ تنو څخه نه شي زياتېدي. د محصلينو جذبول رقابتي دي، د مصاحبې په موخه په شارټ لېسټ کې د نومونو ليکل د منل شويو په مانا نه ده.
  • دومره په ټکنالوژي پوهېدل چې خپل ادبي، فرهنګي او څېړنيز کارونه تر سره کړي شي.

 

 

نوم

د تحصيل درجه

تحصيلي رشته

علمي رتبه

 

محمد رفیق رفیق 

دکتور

ادبیات

پوهاند

 

احمد شاه زغم  

ماستر

ادبیات

پوهاند

 

یار محمد یزال

دکتور

ادبیات

پوهاند

 

لعل پاچا ازمون

دکتور

ادبیات

پوهاند

 

بریالی باجوړی

دکتور

ادبیات

پوهنوال

 

اجمل ښکلی

دکتور

ادبیات

پوهندوی

 

محمد قسیم چمتو

ماستر

ژبپوه

پوهنوال

 

زلمی هېوادمل

ماستر

ادبیات

سرمحقق

 

زرغونه زېور

دکتور

ژبپوهه

پوهندوی

 

                                  

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم