د ځکپوهنې پوهنځۍ لابراتوارونه
د محصلانو ډيری درسونه د څانګو په اړوند لابراتورونو کې سر ته رسیږي، چې څو لابراتورونه د یو تکنشن لخوا کنترول او اداره کیږي او خپل کاری راپور د څانګې اړوند آمر ته ورکوي.
لابراتواروانه په لاندې ډول د دیپارتمنت تر نظر لاندی فعالیت کوي.
الف- د هایدرومتیورولوژي لابراتوار
- د متیورولوژی لابراتوار.
- دهایدرولوژی لابراتوار.
- د اوبو زیرمو مدیریت لابراتوار
- د هواپیژندنی میخانکی ستیشن.
- د هواپیژندی اتوماتیک ستیشن.
ب – د جغرافیی څانګې لابراتوار:
- د نقشې رسمولو لابراتوار.
- GIS لابراتوار
ج – دجیولوجی څانګې لابراتوار:
- کریستل گرافی او نقشه رسمول.
- د ډبرو میکروسکوپ او ریموت سنسنگ.
- هایدروشیمی او خاوره پيژندنه.
- جیوانجنیری او راسبه ټيږي.
- مکروپالنتولوجی او مایکروپالنتولوجی.
- سایزمیک لابراتوار.
- د جیولوجی موزیم ( تیږي او منرالونه )
د ځکپوهني پوهنځۍ کتابتون
دځمکپوهنۍ پوهنځی کتابتون د پوهنځي په دریم پوړه کې ځای پر ځای شویده، چې له ۱۰۰۰۰ جلده څخه زیات کتابونه په بیلابیلو برخو لکه هایدرولوژي، جغرافیه، متیورولوژي، جیولوجی، چاپیریال ساتنه او داسي نور... لری، چې د استادانو او محصلانو لخوا تری ګټه اخیستل کیږي. ددې کتابتون اداری کارونه د کتابتون د مدیر لخوا تنظمیږي او د پوهنځی د محصلانو، استادانو او کاروکوونکی په خدمت کي وي.