د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د پسرلني سمسټر هنري نندارتون جوړ شو
دا هنري نندارتون د کابل پوهنتون د پسرلني سمسټر او د ښکلو هنرونو د پوهنځي د غوره پېژندنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیر خواه، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي اسامه عزیز ، د ملي راډیو ټلویزیون لوی رییس احمد الله وثیق، د افغانستان ملي بانک رییس ښاغلي شاکر جلالي، هنرمندانو، استادانو او محصلینو په ګډون پدې پوهنځي کې جوړ شو.
د دې نندارتون په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې غونډې میلمنو او جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ یې د اسلام له نظره د هنر په ارزښت او ځای باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه ، چې هنر زمونږ د ملي او اسلامي ارزښتونو د تر لاسه کولو يوه ښه وسیله ده او مونږ باید له هغې څخه غوره ګټه پورته کړو او دا مسئله د دې ښکارندویي کوي، چې مونږ تر پخوا زیات د ښکلو هنرونو پوهنځي څخه ملاتړ او پياوړی کړو او د کابل پوهنتون رهبري او د لوړو زده کړو وزارت پدې برخه کې له یاد پوهنځي څخه ملاتړ ته متعهد دي.
د کابل پوهنتون رییس په ورته مهال هیله وښوده، چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت، ملي راډيو تلویزیون، کابل ښاروالي او همدارنګه له اړوندو لورو سره د ښکلو هنرونو پوهنځي اړیکې په سمه او منظمه توګه وي تر څو دا ادارې د دې پوهنځي له لاسته راوړنو څخه د عامه ذهنونو د روزنې او د ملي او اسلامي ارزښتونو په غوره انعکاس کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
پدې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه هم د هنر او په اسلام کې د هغه ځای او مقام باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلامي ارزښتونه هنر مني په ځانګړي توګه د اسلام تاریخ په عمران کې په غوره توګه يې په جوړونه او جوړېدنه کې ترې ګټه پورته شوې ده، چې مونږ د هنر له مثبتو زاویو څخه د خپل اسلامي او ملي اصیل کلتور په دودولو کې ورڅخه ګټه پورته کړو او دا زمونږ ملي او اسلامي رسالت دی او په ورته وخت کې زمونږ دنده ده، چې له خپل هنري لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي څخه ملاتړ وکړو او مونږ دې مسئلې او کار ته متعهد یو.
د یادونې وړ ده، چې پدې نندارتون کې یو شمېر ترانې، د تیاتر ننداره، فیلم، تمثیلي پارچه او ګرافیکي هنرونه هم د محصلینو له لوري وړاندې، چې د میلمنو او ګډونوالو د پاملرنې او ستاینې وړ وګرځېدل.