د کابل پوهنتون نوې لیلیې پرانیستل شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۵
ku

د روان کال د غبرګولي په ۶ نېټه د پنجشنبې په ورځ د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني، د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د پوهنې وزارت رهبري او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو خپلواکې ادارې او د یو شمېر استادانو په ګډون ناسته، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ- ارګ کې جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون نوې لیلیې او د لوړو زده کړو د برخې یو شمېر پروژې، چې ګټې اخیستنې ته اماده وې، د کابل پوهنتون مسوولینو او ولایتي بنسټونو له لوري، چې له دې ناستې سره د ویډیو یي کنفرانس له لارې وصل شوي وو، پرانیستل شوې.

د هیواد ولسمشر دکتور محمد اشرف غني پدې ناستې کې د هیواد د لوړو زده کړو په سیسټم کې د تېرو اوو کلونو په نسبت د مثبت بدلون ته اشاره یې وویل: "له نسلي اړخه زمونږ هیواد د لوړو زده کړو  سیسټم بنسټیز او سرتاسري بدلون کړی دی او نوی نسل د لوړو زده کړو برنامو اداره په لاس کې لري". په لوړو زده کړو د نصاب، زیربنا او نورو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي، چې مونږ لویو ګامونو ته اماده کوي. نوموړي وویل نن ورځ باید د پوهنې او لوړو زده کړو هر غړی د هیواد پر وړاندې د یو وګړي په توګه خپل مسوولیتونه او دندې  تر سره کړي.

همدارنګه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پدې ناسته کې د لوړو زده کړو په نظام کې د کیفیت په غوره والي او د محصلینو له لوري د هیواد په لوړو زده کړو کې د پېژندنې او د هیواد دوستي ارزښتونو غوره معرفي په هکله د بحث جوړول او په دوی کې حب الوطن او انګېزې پیاوړتیا لپاره له هغوی سره خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د هیواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ په برخه کې د هیواد د ولسمشر دکتور محمد اشرف غني هر اړخیز ملاتړ څخه مننې ترڅنګ یې په برنامو، د کاري لومړیتوبونو او د افغانستان اړتیاوو باندې یې د لوړو زده کړو په برخه کې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په روان کال کې یو شمېر برنامې تر لاس لاندې لري ترڅو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې کیفیت لوړ او د لوړو زده کړو نظام شاګرد محوري ته سوق کړي، چې پدې برخه کې د دې وزارت رهبري هئیت د بنسټیزو بدلونونو او اساسي سمونونو ته مصمم دی.

د لوړو زده کړو وزیرد خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې پدې ناسته کې زمونږ د نن ورځې یو له مهمو برنامو د مختلفو څانګو ۶۵ تحصیلي نصافونه پرانیستل دي، چې نړۍ والو معیارونو ته په کتو د ټولنې اړتیاوو ته کتنه او پراختیا ورکړل شي او په پام کې ده د کال تر پایه ۹۰ نور تحصیلي نصابونو ته بیاکتنه او پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه د نورو برنامو او لومړیتوبونو د هغې له ډلې څخه د ګډو ماسټري برنامو، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ارزونه، د محصلینو خدمتونو طراحي، برېښنايي حکومتوالي او د نورو برنامو په هکله یې معلومات وړاندې کړل، د دولت له رهبري څخه یې وغوښتل تر څو د دې برنامو د پلي کېدو دملاتړ ترڅنګ د بودجې او د استادانو لپاره د ښارګوټو جوړولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.

پدې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د لاسته راوړنو، برنامو او پروژو څخه لنډ جوړ شوی فلم هم نندارې ته وړاندې شو.

د دې ناستې په پای کې د هیواد د ولسمشر محمد اشرف د لارښوونې پربنسټ هغه شمېر پروژې، چې ګټې اخیستنې ته برابرې وي،  د ولایتونو مسوولینو له لوري، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یاد کنفرانس سره وصل شوي وو، پرانیستل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۸
Background image

په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري «په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په ورکشاپ کې د کابل ولایت د عل.ماوو د شورا غړو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: