د پوهنځي اوسنی حالت
د انجنیري پوهنځی د یو پوړیزه ودانۍ په درلودو د کابل پوهنتون په محوطه کې دی، چې دغه تعمیر د امریکا د هیواد په وسیله په ۱۳۴۴ ه ل کال کې جوړ شوی دی. دغه تعمیر مجهزه درسي ټولګي، د کنفرانس اتاق، لابراتوارونه، د وینا تالارونه، اداري او د استادانو اتاقونه لري. پوهنځی یو تخصصي کتابتون او د مطالعې اتاق لري.
د دې پوهنځی استادان د دوکتورا او ماسټرې تحصیلي درجې لري او د تدریس، څېړنې، د درسي برنامو پراختیا او درسي موادو کې فعاله ونډ لري.