د کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو تدریسي مدیرانو او اداري کارمندانو لپاره د "اداري فساد سره د مبارزې" تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
دې ورکشاپ کې د پوهنتون ګڼ شمېر تدریسي مدیرانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو، چې موخه یې د اداري چارو لا ښه والي، د شفافیت بډاینې او د اداري فساد مخنیوي په برخه کې د پوهنتون کار کوونکو د ظرفیت لوړول و.
په ورکشاپ کې د پوهنتون مسلکي ټرینرانو د اداري فساد له عواملو، اغېزو او د هغه د مخنیوي لپاره اغېزمنو لارو چارو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.