"د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس" پای ته ورسېده

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۸
9996333

یاد کنفرانس چې د کابل پوهنتون له لوري د روان لمريز کال د قوس پر پنځمه په کندهار کې پيل شوی و، نن د يادې مياشتې پر اوومه د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د ٨٤ علمي مقالو په ارائیه کولو سره د ا.ا.ا  لوړپوړو چارواکو په حضور کې پای ته ورسيد.

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال دکتور حامد سالاري د کنفرانس پايلې د یو لړ تطبیقي سپارښتنو ترڅنګ ګډونوالو سره شريکې کړې.

 د بهرنیو استادانو په استازیتوب د نايجيريا هيواد ډاکټر عبدالرحمن ابوبکر صالحو له کابل پوهنتون څخه مننه وکړه، چې دا مهم کنفرانس یې پر لاره اچولی. نوموړي وویل دا شان کنفرانسونه کولی شي، چې د افغانستان په کرنیز سکټور کې د نوې ټکنالوژۍ کارونې په اساس مثبت بدلونونه رامنځته کړي، هغه د خپلو خبرو په جریان کې وویل نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د زراعتي ټکنالوژۍ په برخه کې لازمې مرستې وکړې ترڅو دلته شته ستونزې حل ومومي.

همدارنګه ټول هغه کورني او بهرني استادان او څيړونکي د منندړې او ګډونپاڼې په ورکولو سره وستایل شول، کومو چې د کنفرانس په بهیر کې علمي مقالې وړاندې کړې وې.

په پای کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، او څرګنده يې کړه چې د کنفرانس پايلې به د تطبیق لپاره د يوې طرحې په بڼه له نظام سره شريکې شي او دا لړۍ به تر هغه دوام ولري ترڅو په هيواد کې زرغون انقلاب پلی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۳۶
Background image

کېمیا پوهنځي کې د پوسټر پرېزنټېشن رقابتي برنامه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کېمیا پوهنځي د استادانو تر لارښوونې لاندې، د ياد پوهنځي شپږو محصلينو د خپلو ترسره کړو تحقيقاتو پوسټر پرېزنټېشن رقابتي برنامه کې ګډون وکړ، او خپل هغه مسلکي موضوعات يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

 د کابل پوهنتون د کار کوونکو چارو آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو تدریسي مدیرانو  او اداري کارمندانو لپاره د "اداري فساد سره د مبارزې" تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل پوهنتون علمي ژورنالونه په انلاین بڼه پرلیکه شول

د کابل پوهنتون ملي ژورنالونه، چې پخوا یوازې په چاپي بڼه خپرېدل، اوس په آنلاین بڼه هم خپرېږي! دغو ژورنالونو ته نړیوالISSN  نمبر او د کراسریف نړیوالې ټولنې (CrossRef) له خوا DOI  ورکړل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.